د سولې عالي شورا د دارلانشا رییس محمدعمر داوودزی وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو او یا د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې نه کارولو پر سر خبرې د طالبانو تر صلاحیت لوړې دي. دده په خبره امریکا باید له افغان حکومت سره خپلو هوکړو ته ژمنه پاتې شي او له طالبانو سره د خبرو له لارې دا پرېکړه نه شي کولی، چې خپل سرتېري وباسي او که یې پرېږدي. دده په وینا طالبان یوه وسله وال ډله ده او له دغه ډلې سره هوکړه کوم حقوقي ارزښت لري. هغه زیاته کړې که امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو یا پرېښودلو پرېکړه کوي، نو دا مسئله به د افغانستان له حکومت سره مطرح کوي. ده ټینګار کړی، چې له دې پرته امریکا له هر لوري سره هوکړې ته نه شي رسېدلی ځکه له افغان حکومت سره امنیتي او ستراتيژیک تړون لري. عمر داوودزي همدا راز ویلي چې طالبان باید له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي، نه دا چې د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه امریکا ته ضمانت ورکوي. هغه هیله څرګنده کړې چې د امریکا او طالبانو خبرې د بین الافغاني مذاکراتو سبب شي او تر هغه وروسته به د جګړې د پای ته رسولو او بهرنیو ځواکونو پر حضور خبرې او بحثونه کېږي.




































