د هېواد په ټولو ولایتونو کې د زمري ۲۴مه څلورمې کلیزې د نمانځنې مراسم ونمانځل شول او په همدې مناسبت غونډې او ورزشي نندارې ترسره شوې. ګډونوالو خپلو څرګندونو کې وویل، چې د زمري ۲۴مه یوازې یوه تاریخي نېټه نه ده، بلکې د ازادۍ او ملي عزت سمبول دی. اسلامي امارت د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه بیا واک ترلاسه کړ؛ دغه ورځ هر کال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې نمانځل کېږي. سږ کل هم چې د دغې بریا څلورمه کلیزه ده، چې د خلکو له لوري په خوښیو سره ونمانځل شوه. د اسلامي امارت چارواکو بیا له ټولو بهرمېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.



































