د هرات د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د انګورو حاصلات، د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوي دي. مسوولین زیاتوي چې سږ کال به په هرات کې د انګورو حاصلات ۱۸۰زره ټنو ته ورسېږي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې د ترویج مدیر بشیر احمد احمدي ویلي، تمه ده چې سږ کال په هرات کې ۱۸۰زره ټنه انګور ترلاسه شي. د هغه په خبره، سږ کال په هرات کې پر انګورو سربېره، نور کرنیز محصولات هم ډېر شوي دي. بڼوال د باکیفیته انګورو لاسته راوړلو ته هیلهمن دي؛ ځکه د دوی په خبره، چې سږ کال هېڅ ډول ناروغۍ یا نباتي افت نه دي وهلي.




































