د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ کیلومتره سړک د رغولو چارو پیل شوې. د کونړ مرستیال والي عبدالله حقاني د پروژې د پیل مبارکي ورکړه او ټینګار یې کړی چې د سرحدي سیمو د نورو پروژو عملي چارې هم پرلهپسې پلي کېږي. نوموړي زیاته کړه چې د سرکانو ولسوالۍ په ګنجګل درې سیمه کې د ۱۰ کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د ګنجګل درې اوسېدونکو دغه سړک د خلکو بنسټیزه اړتیا بللې او له ځايي مسوولینو یې د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.



































