د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر وایي، له ایران سره تر وروستیو شخړو وروسته یې د ایران لپاره د دغه هېواد سفیر بېرته خپل هېواد ته ورغوښتی دی. تر دې وړاندې تهران د هالنډ د سفارت دوه تنه ډیپلوماټان له ایرانه وایستل. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک د دوشنبې په ورځ د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې تېره میاشت یې په هاګ کې د ایران سفیر ته ویلي و چې د ډیپلوماټانو ایستل ورته د منلو نه دي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي. د هالنډ حکومت تېر کال دوه ایراني وګړي په دې تور له خپلې خاورې ایستلي و چې ګواکي ایران په هالنډ کې د دوو ایراني الاصله هالنډیانو په وژنه کې لاس لري خو ایران دا تور رد کړی دی.



































