د مرکزي بغلان ښاروالۍ مسوولینو ویلی، چې د دغه ولسوالۍ په نوي او زاړه ښار کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه سړک د کانکرېټ کولو چارې پيل شوې دي. د مرکزي بغلان ښاروال لطف الله عبیده باختر ويلي، چې دغه سړک ۱.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري او د سړک دواړو خواوو ته د ویالو جوړول هم په کې شامل دي. عبیده زیاته کړې، چې د دغه سړک یوه برخه په زاړه ښار او بله برخه د مرکزي بغلان له پښتونستان څلورلارې پیل او تر دوسرکې پورې غځېدلې، چې ورسره به د ښار ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته به ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.



































