په پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې د وروستیو سختو ورښتونو له کبله تر اوسه یوازې په پنجاب ایالت کې ۱۶۴ کسان مړه شوي دي. یادې ادارې ویلي، چې په دې ډله کې ۷۰ ماشومان هم شامل دي. دغه راز د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې سیمهییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د سختو ورښتونو او ځمکې ښویېدنې له کبله ۲۵ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره د ورښتونو له کبله ګڼ کورونه نړېدلي او ۴۰ کسان لاهم تري تم دي.



































