ا.ا د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې له نوي نسل غوښتنه شوې چې د پخوانیو بریاوو نه الهام واخلي او له هغو څخه مثبته زده کړه وکړي. په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو لویو زبرځواکونو ماتې د الله تعالی د ځانګړي فضل او د افغان ولس د ایماني عزم او غیرت پایله وه. د یادو زبرځواکونو په ډله کې انګریزانو، روسانو او په دې وروستیو کې امریکایانو ته اشاره شوې ده. اعلامیه زیاتوي، چې اوسنی مسوولیت د شریعت پابندي ده او ټول بریاوې باید د الله تعالی د نصرت او مرستې پایله وبلل شي.



































