په امریکا کې د پاکستان سفیر اسدالله خان ویلي، هېواد یې له پیل راهیسي د افغان سولې لپاره هڅه کړې او له امریکا سره په ګډه به یې دا هڅې تر هغه پورې دوام ومومي څو په دې هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. هغه ویلي د پاکستان لومړي وزیر عمران د خپل حکومت له پیله په افغانستان کې سوله د خپل هېواد او ټولې سیمې لپاره ګټوره بللې او په خبره یې په دې برخه کې د هغه هڅې د پام وړ دي. نوموړي وویل پاکستان په افغانستان کې د سولې راتګ ته هیله مند دی او دوی چمتو دي په دې برخه کې هر راز همکاري وکړي. نوموړي دغه راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې پاکستان له امریکا سره په ګډه هڅې پیل کړې دي څو دا هېواد سولې ته ورسوي.



































