د بهرنیو چارو وزیر د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې نمانځغونډې ته ویلي، چې د افغانستان سیاست او پالیسي باید تل خپلواکه وساتل شي. هغه ویلي، چې بهرني فشارونه او فرمایشونه باید موږ له خپلو موخو منحرف نه کړي. امیرخان متقي ویلي، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې، د هېواد لپاره چپه خوبونه نهويني او دا نظام له ډېرو تجربو وروسته جوړ شوی دی. نوموړي پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل چې ګاونډیان او هېوادونه دې، له تېرو تجربو درس واخلي.



































