نیکولاس کې افغانستان لپاره د ناټو د ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده. د ناټو ملکي استازی نېکولاس کې، نن کابل ته را رسېدلی دی او له سفر واړندې يې افغانستان ته په راتګ لېوالتيا ښودلې وه او ويلي يې دي چې افغان سولې پروسه کې به مهمه رول ولوبوي. نېکولاس کې؛ ويلي، افغانان هيله لري چې ۲۰۱۹ کال به د سولې کال وي او ناټو هم په تمامه مانا هڅه کوي، چې هلته سوله راولي. نېکولاس کې؛ د کارنيليوس ځای ناستی ټاکل شوی. نیکولاس کې له دې وړاندې کابل کې د بريټانيا د سفير په توګه هم دنده تر سره کړې ده او نن یې کابل کې د ناټو د ملکي استازي په توګه خپله دنده پیل کړې ده.



































