د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو د دغه ولایت په رېګستان ولسوالۍ کې د ۵۷۴ پسونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی. د یاد ریاست وياند محمد حنيف حقمل ویلي چي امنيتي ځواکونو رېګستان ولسوالۍ سره د ۵۷۴ پسونو د قاچاق مخه نیولې ده. د نوموړي په وینا یاد پسونه د یادې ولسوالۍ له لاري پاکستان ته قاچاق کېدل. د نوموړي په وینا، د یادو پسونو د قاچاق په تور څو کسان هم نیول شوي دي.



































