د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د فوټسال جام سیالۍ پیل شوې. د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې؛ ۱۸لوبډلو په څلورو ګروپونو کې ګډون کړی او دغه سیالۍ به د یوې اونۍ لپاره دوام وکړي. د فوټسال جام د سیالیو لومړۍ لوبه پرون ناوخته ترسره شوه. د افغانستان د فوټبال فدارسیون ویلي، چې د دغه سیالیو موخه د همغږۍ رامنځته کول او د ځوانو لوبغاړو هڅونه ده.



































