د لوګر په برکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د شاوخوا ۷۵ میلیونو افغانیو په لګښت اووه ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي، نوي ښوونځي، چې د پوهنې یوې مرستندویې موسسې په مالي لګښت جوړ شوي، هر یو شپږ درسي ټولګي، اداري خونې، ۱۰۰ مېزونه او څوکۍ، د اوبو او سولر سیستمونه، تشنابونه او احاطوي دېوالونه لري. نوموړی وايي، د یادو ښوونځيو په جوړېدو سره شاوخوا ۲۱۰۰ زده کوونکو ته مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شوی دی. د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په لوګر کې اووه نورو ښوونځیو ته د ۸۱ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړې شوې وې.



































