د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف روسیه کې د افغانستان په سفارت کې د ا.ا د څلور کلنې کلیزې د نمانځغونډې پر مهال ویلي، کازان کې د اقتصادي فورم له ترسره کېدو وروسته اوس د ګډو پروژو لپاره دواړه هېوادونه کار کوي. کابلوف ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د روسیې او افغانستان ګډه کاري ډله په کار پیل وکړي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې افغان حکومت د نشه يي توکو پر وړاندې بریالۍ مبارزه کړې ده.



































