د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د لومړي وزیر له مرستیال، اسحاق ډار، سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او سترو پروژو تر څنګ د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي. متقي له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د کډوالو حقونه خوندي کړي او د دوی په اړه د هر ډول بې عدالتۍ مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې افغانستان د ټولې نړۍ په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او تمه لري چې اسلاماباد د سترو پروژو، سوداګرۍ او ټرانزیټي چارو د ستونزو په حل کې ګامونه پورته کړي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل، هېواد یې د افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراخولو غوښتونکی دی او په دې برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.



































