د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي عبدالکبیر د کويټ هېواد د پارلمان له پخواني غړي دوکتور دجیح خلف الشري، د خیره بنسټ له غړي جارالله او سوداګر الشیخ فهد الهنان سره کتلي دي. دیاد وزارت د مالوماتو له مخې په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې اسلامي امارت ته لومړیتوب لري. نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په افغانستان کې د مسول نظام په توګه د هېواد د پرمختګ لپاره کار پيل کړي او هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه اغېزمن نظام په توګه خپلو اقتصادي چارو ته دوام ورکړي. دغه راز دوکتور دجیح خلف الشري ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه له اسلامي نړۍ او کویټ هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو پياوړتیا ده. نوموړي زیاته کړې، د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده او باید پياوړتیا ته یې کار وشي.



































