په پاکستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري مسوولین وایي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. دیادې کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي د پي او ار کارت لرونکو افغانانو پانګونې، زده کړو او کاروبار ته په اشارې، له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د دغو کډوالو پر ایستلو بیا غور وکړي. نوموړي ویلي، پي او ار کارت لرونکي کډوال دلته کاروبارونه لري، ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي نو په یوه میاشت کې نشي کولای چې له دې هېواده و وځي. بل خوا، پاکستان کې د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال د دوی پر وړاندې د مخ په زیاتیدونکو ننګونو په اړه اندېښمن دي. جبري ایستل او د ویزو نه تمدید، پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره ورځ تر بلې زیاتېدونکې او جدي ستونزې دي.



































