په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفير مولوي بدرالدین حقاني په دغه هیواد کې د روسیې له سفیر تیمور زابیروف سره کتلي دي. په ابوظبۍ کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې د سياسي، اقتصادي او سيمهييزو اړیکو پر پياوړتيا، د افغانستان پر ثبات او هوساينې او د متقابل درناوي له مخې د همکاریو پر پراختيا خبرې کړې دي. د یاد سفارت په وینا، د روسيې سفير د افغانستان د امنيت او پرمختګ د ستاینې ترڅنګ د همکاریو د پراختیا هوډ څرګند کړی.



































