د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د کټوازي ګروپ شرکت له مسوولینو سره د کابل اوبو د کمښت د ستونزې د حل په اړه لیدنه کړې ده. نوموړي ویلي، حکومت د اوبو کموالي ته متوجه دی او د حل لپاره جدي هڅې روانې دي. د کټوازي ګروپ مسوولینو خپل چمتووالی ښودلی، چې د ټولو معیارونو په پام کې نیولو سره د پنجشېر له سیند څخه کابل ته د اوبو د انتقال په پروژه کې پانګونه وکړي. ملا برادر د دغه شرکت مسوولینو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او د اوبو او انرژۍ وزارت او یاد شرکت ته یې سپارښتنه کړې، چې په دوو اونیو کې خپل راپور له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.



































