د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت ویلي، ډان براون د امریکا د نوي لنډمهالي شارژدافیر په توګه اعلان کړی دی. یاد ماموریت پخوانۍ شارژدافیرې کرن ډېکر ته خدای پامانی ویلی او د نوي شارژدافیر په اړه یې ویلي، چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې ددغه ماموریت مرستیال پاتې شوی. د افغانستان لپاره د امریکا ماموریت د پخوانۍ شارژدافیرې کرن ډېکر د خدمتونو او مشرۍ مننه کړې ده. ډان براون له ۲۰۲۳ زیږیز کاله راهیسې د دغه ماموریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړی ده.



































