دوحه کې د افغانستان سفیر د نیدرلنډ له سفیرې لایتیسیا وان اش سره کتلي. یاده کتنه کې د بشري مرستو سربېره؛ له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو پر وضعیت او د هغوی پر اړتیاوو اړه خبرې شوې دي. سهیل شاهین د نیدرلنډ له سفیرې سره دغه راز د افغانستان د امنیت، سیاحتي چاپېریال، اقلیمي بدلون او اغېزو هم خبرې کړې دي. دواړو لورو د ورته ناستو پر دوام ټینګار کړی او دا یې د دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې لپاره مهمې بللې دي.



































