د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، د اپرېل له پیل څخه د اګست تر ۲۱ مې نېټې پورې، په پاکستان کې له ۵۰ زرو ډېر افغان کډوال نیول شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې په اګست میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول زیات شوي دي. دغه ادارې ویلي، چې یوازې د اګست میاشتې په لومړیو ۲۱ ورځو کې، ۴۸۰۰ تنه افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي چې دا شمېر د جولای میاشتې په پرتله زیاتوالی ښيي. په راپور کې دا نه ده روښانه شوې چې څومره کسان بېرته خوشې شوي او څومره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي، چې د پولیسو له خوا تر نیول کېدو وروسته، د پیسو په بدل کې بېرته خوشې شوي دي.



































