ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یوې ملاتړې ادارې غزه کې قحطي تایید کړې ده. د خوړو خوندیتوب د مدغم پړاو درجه بندۍ ډلې په راپور کې ویل شوي، چې له نیم میلیون څخه زیات فلسطینیان د اسراییلو د جګړې تر سیوري لاندې د لوږې له ناورین سره مخ دي. په راپور کې راغلي، دغه قحطي د غزې تړانګې په شمال کې رامنځته شوې، چې د راروانې سپټمبر میاشتې تر وروستیو پورې به د غزې مرکزي او سویلي دیرالبلاح او خان یونس سیمو ته هم پراخه شي. په دغه راپور کې روانه قحطي پنځمه درجه یاده شوې، چې د خوړو خوندیتوب تر ټولو ناوړه کچه ښيي.



































