د وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات نن اوومه ورځ هم دوام کوي. ددواړو لورو ترمنځ روانو مذاکراتو کې د پرمختګونو خبره کېږي، خو تر څنګ یې اختلافي موارد هم شته دي. سپوږمۍ راډیو ته قطر کې موثقو سرچینو ویلي، چې دمګړی د امریکا او طالبانو ترمنځ د نظامي اډو پر سر اختلاف روان دی. سرچینه وايي، امریکا له افغان خاورې دوی ته د تهدید نه متوجه کېدلو او پر وخت دغه تهدید ته د ځواب ویلو په پلمه د یوې نظامي اډې غوښتونکې ده، خو وسله وال طالبان یې له منلو انکار کوي. یاده خبره په رسمي توګه د قطر دفتر او یا هم امریکايي لوري نه ده تایید کړې، خو تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د نظامي اډو د موجودیت او یا لرې کولو پر سر اختلافات پر خپل ځای دي.



































