په ننګرهار کې پر یوه خصوصي ساختماني شرکت د وسله والو برید پای ته رسېدلی دی. د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وايي چې برید د پنځو ځانمرګو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی، خو تر دې دمه کومې ډلې ددغه برید مسوولیت نه دی منلی. ددغه برید د تلفاتو په اړه ډول ډول راپورونه خپاره شوي دي. ځايي خبریالان وایي چې به برید کې تر ۱۵ پورې ملکیان وژل شوي او ۹ کسه نور ټپیان دي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي چې سیمې ته د ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره برید پای ته رسېدلی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي. امنیتي سرچینې وايي چې په دې اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.




































