اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن په کابل کې د هالنډ له سفیر ارنسټ نارمن سره لیدلي دي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي. سرچینه کاږي چې په دې لیدنه کې عبدالله د هالنډ له هر اړخیزو مرستو د مننې ترڅنګ وویل چې هالنډ او افغانستان ټینګې دوستانه اړیکې لري او یاد هېواد د افغانستان په بیا رغونه کې د پام وړ کار کړی دی. د سرچینې په خبره د هالنډ سفیر هم په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو اړیکې ژورې او دوستانه بللې دي او له افغانستان سره یې د لا ډېرو مرستو ډاډ ورکړی دی.




































