د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو د باصلاحیته پلاوو ترمنځ پر مهمو موضوعاتو خبرې دوام لري او په دې برخه کې د لا ډېر کار اړتیا ده. د یاد وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو دغه راز زیاته کړې چې په قطر کې د دواړو لوریو ترمنځ خصوصي سیاسي بحثونه هم روان دي او په دې برخه کې د ځینو باصلاحیته بنسټونو استازي هم برخه لري. پالادینو ویلي، د سولې له هوکړې وروسته له ترهګرۍ سره مبارزه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل، د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې او اوربند هغه موضوعات دي چې دواړه لوري پرې بحث کوي. نوموړي ویلي، دوی له تېرو څو ورځو راهیسي په دې خبرو کې پرمختګ کړی دی او تمه ده چې دا خبرې به مثبتې پایلې ولري. هغه زیاته کړې، هغه څه چې دا پروسه یې غځولي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم ځینو رسنیو د خپلو سرچینو له قوله ویلي وو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر دواړه لوري اختلاف لري او ددې خبرو د غځېدو اصلي لامل یې هم همدا موضوع بللې وه.




































