په افغانستان کې د روانو جګړو لپاره هېڅ ډول بشردوستانه دلیل نشته دی. د امیریکن کانوریسشن نشریه په خپل یوه مطلب کې لیکي، ډېری بهرني ځواکونه په افغانستان کې د خپل حضور او جګړې لپاره دا دلیل راوړي، چې ګواکي دوی د بشري حقونو دپالنې او ساتنې لپاره هلته دي. سرچینه زیاتوي په افغانستان کې د روانې جګړې او بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره هېڅ راز بشردوستانه دلیل نشته دی او نه هم دا پلمې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو د حضور لپاره کافي دي. نشریه زیاتوي افغانستان یو مشروع حکومت لري او نړیوال کولی شي ددغه حکومت د ملاتړ له لارې بشري او نور مدني حقوق خوندي کړي. یادې نشریې پر امریکا غږ کړی، چې ژر تر ژره دې خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او پر ځای یې دې په امریکا کې د زده کړو، روغتیايي خدماتو، ښاري انکشاف او دې ته ورته مسایلو په برخه کې امریکایي وګړو ته خدمت وکړي.




































