پاکستاني سوداګر افغانستان ته د خپلو صادراتو د کمېدو له امله اندېښمن دي. د راپورونو له مخې پاکستاني سوداګرو د خپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي او خپله اندېښنه یې له دوی سره شریکه کړې ده. ددوی په خبره افغانستان ته یې صادرات کم شوي دي او دې مسئلې میلیونونه ډالر زیان ورته اړولی دی. پاکستاني سوداګر وایي، په تولیداتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی، لسګونه کارکوونکي یې وزګار شوي دي، تولید شوي توکي یې خراب شوي دي او ددې اړتیا ده، چې بېرته یې افغانستان ته صادرات ډېر کړل شي. دوی له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغان حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي او په دې توګه ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ورغوي.