په کابل کې د امریکا سفارت له سیلاب ځپلو ولایتونو سره د مرستې خبر ورکړی دی. سفارت پر خپله وېبپاڼه ویلي، د امریکا نړیواله پراختیایي اداره له خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي، چې په سیلاب ځپلو ولایتونو کې زیانمن شویو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي. د امریکا سفارت د کیدونکو مرسته اندازه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلي یې دي چې امریکا د بشري چارو په برخه کې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی. تېر ۲۰۱۸ میلادي کال یې د خپلو مرستو اندازه ۲۳۲ میلیونه ډالره ښودلې ده. په هېواد کې وروستیو سیلابونو تر ټولو ډېر په کندهار او هلمند کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.سره له دې چې افغان حکومت له سېلاب ځپلو سره د مرستو په موخه ځانګړی هیت ټاکلی دی، خو تر دې دمه له زیانمنو سره اړینې مرستې نه دي شوې.




































