بريتانيوۍ گارډين ورځپاڼې د هېښوونکي واقعيت تر سرليک لاندې افغانستان کې راغلو وروستيو سيلابونو ته کتنه کړې او وايي، دغه سيلابونو د کندهار په گډون اته ولايتونه اغېزمن کړي. دا سیلابونه داسې مهال راغلي، چې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي پر اروپايي ټولنې تور پورې کړ چې افغانستان کې د شته لوږې او کړاو پر وړاندې يې اقدام په بشړه توگه نيمگړى و. ورځپاڼې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې توبي لینزر وينا راخيستې چې وايي د افغانستان په دغه کړکېچ کې څه باندې ١٣ ميليونو وگړي د خوړو له سخت ناخونديتوب سره مخامخ او څه باندې درې نيم ميليون نور له قحطۍ يوگام لرې دي. لینزر ويلي ملگرو ملتونو افغانستان لپاره له بسپنه ورکوونکو د ٦١٢ ميليون ډالرو غوښتنه کړې وه، چې په وينا يې پر اعتدال ولاړه غوښتنه ده خو تر اوسه د دغو پيسو يوازې درې سلنه ورکړل شوې دي.