ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې پایداره سوله هغه وخت راتلی شي چې افغانان په خپلو کې خبرو ته سره کېني. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر دې خبرې ته په هغه راپور کې اشاره کړې ده چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر ته سپارلی دی. ملګري ملتونه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له تېرې اوونۍ راهیسي د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکایي او طالب پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي. په دې خبرو کې د غیر رسمي سرچینو له قوله پام وړ پرمختګ شوی دی خو رسمي جزییات یې لا هم نه دي په ډاګه شوي. تر دې وړاندې ځینې رسنیو راپور ورکړی وو چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دپاتې کېدو پر مودې اختلاف دا خبرې دومره غځولې دي.



































