د کابل ښار په دیارلسمه حوزه برچي سیمه کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین غونډه باندې ،د ننيو بريدونو له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې پېښه کې تر اوسه درې تنه وژل شوي او د دریو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۲۲ تنه نور ټپیان دي. په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وایي پر یاده غونډه هاوانونه توغول شوي دي او هغه سیمه د امنیتي ځواکونو تر کلاندي لاندې ده له کومه ځایه چې توغندي را توغول شوي وو. دې غونډې ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجراییه رییس عبدالله او حنیف اتمر په ګډون ګڼ نور اوسني او پخواني چارواکي ورغلي وو چې هغوی ته زیان نه دی اوښتی. تر اوسه پورې ددې چاودنو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.




































