په افغانستان کې د اوبو پر سر له جوړېدونکو بندونو او روانو پروژو پاکستان اندېښنه لري. ایرو ایشیا په یوه مقاله کې لیکي، په افغانستان کې د هغو اوبو پر سر پروژې او د بندونو جوړولو پلانونه طرحه شوي چې پاکستان ته روانې دي. په مطلب کې راځي، پاکستان له دې پروژو وېره لري او دا د خپل ځان پر وړاندې د هند جګړه بولي. د سرچینې په خبره کله چې په کابل کې د شاه توت بند رغولو چارې پیل شوې، نو پاکستان یې پر وړاندې مزاحمتونه جوړ کړل. ایرو ایشیا زیاتوي، دغه بند د هند له لوري رغول کېږي چې ۱۴۷ میلیون متره مکعبه اوبه ذخېره کولی شي او ۴۰۰ هکتاره ځمکه به هم خړوبه کړي. په مطلب کې وړاندې راځي چې تر دې وړاندې د کابل سيند اوبه له کوم تړون پرته پاکستان ته روانې وې او دغه هېواد ګټه ترې اخیسته. ایرو ایشیا لیکي چې په افغانستان کې د اوبو د مدیریت مسئله به وکړی شي، افغانستان اقتصادي بسیاینې ته نږدې کړي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي.