دې هېل نشریې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ته هغه مهال خپلو سلاکارانو مشوره ورکړه، چې په افغانستان او عراق کې نور جګړې پای ته رسېدلې دي او ددې وخت دی چې خپل سرتېري راکم کړي. له همدې امله اوباما غوښتل چې تر ۲۰۱۴ کال پورې د خپلو سرتېرو شمېر په افغانستان کې حد اقل ته راښکته کړي. سرچینه کاږي خو ټولو ته معلومه ده، چې د سرتېرو په ایستلو هېڅ راز مثبت بدلون نه دی راغلی، لا هم په عراق او افغانستان کې جګړې روانې دي. دې هېل لیکلي ټرمپ ته هم په کار ده، چې په دې برخه کې بېړه و نه کړي او د اوباما تېروتنه تکرار نه کړي. په مطلب کې راځي، تر هغه چې به افغانستان کې ترهګرې ډلې ختمې شوې نه دي، طالبان په بشپړه توګه د سولې له پروسې سره یو ځای شوي نه دي او داعش ډله ختمه شوې نه وي له دغه هېواد د سرتېرو ایستل د هېچا په ګټه نه دي.




































