د هېواد د ټولګټو وزارت چارواکي وایي، اسیا پراختیایي بانک د کابل- کندهار د لویې لارې د بیا رغونې لپاره له دغه وزارت سره د مرستې ژمنه کړې ده. یاد وزارت وایي، د دغه لارې د بیارغونې لپاره د دوی سروې جریان لري چې په بشپړېدو سره به یې معلومه شي چې څومره لګښت پرې راځي. تر دې وړاندې ویل شوي و چې د اسیا پراختیايي بانک د دغه لارې د بیارغونې لپاره ۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني وویل، د لومړي پړاو قرارداد لاسلیک شوی او په ځینو برخو یې کار پیل شوی دی. روحاني زیاته کړې، د ۱۳۶ کیلومتره تخریب شوې ساحې سروې او ډزاین شوی، تدارکاتي اسناد یې مشخص شوي دي او د پاتې ۳۴۴ کیلومتره ساحې سروې هم جریان لري. ټولګټو وزارت وايي، دا لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په بشپړه توګه ورغول شي.