اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د حکومت لپاره عادلانه سوله لومړیتوب دی او ټول سیاسي مشران باید د سولې لارې د خلاصون په موخه په ګډه سخت کار وکړي. هغه نن په کابل کې د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم د پنځم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل، سوله د ټولو افغانانو هیله او ارزو ده او ټول افغانان په تېره بیا سیاسي مشران باید ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره متحدانه کار وکړي. نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ د سولې پنځم پړاو خبرې نن لسمه ورځ هم روانې دي. که څه هم د دې خبرو رسمي جزیات نه دي خپاره شوي خو طالبان وایي، له امریکایي پلاوي سره یې خبرې ښې روانې دي او هڅه کېږي، له مطلوبې پایلې سره پای ته ورسېږي.




































