د پاکستان د رېل پټلیو اداره وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلي، چې د پاکستان پټلۍ ته پراختیا ورکړل شي او ګاونډي هېوادونه هم پکې شریک کړل شي. د پاکستاني حکومت په خبره په دې وروستیو کې عمران خان، د ترکیې، ایران او روسیې له چارواکو سره خبرې کړې دي او ډېر ژر به دې هوکړې ته ورسېږي چې افغانستان، ترکیه، روسیه، ایران او پاکستان د یوې پټلۍ په وسیله سره وصل کړي. دده په خبره په دې توګه به په سیمه کې د سولې، اقتصادي ودې، همکارۍ او سوداګریزې پراختیا زمینه برابره کړل شي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په سوداګریزه برخه کې د افغانستان په ګډون له ډېری ګاونډیانو سره ښې اړیکې نه لري، چې له همدې امله دغه هېواد له ترینګلي اقتصادي وضعیت سره مخ دی.