د ملکي هوايي چلند ملي ادارې يو ځل بيا ويلي چې ، دوی هڅې کړې دي او تر سبا ورځې یعنې د مارچ تر ۱۱مې به هندوستان ته د پاکستان له لارې پروازونه بېرته پيل شي. له هغه وروسته چې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، نو پاکستان خپله فضا د افغانستان هند ترمنځ د تلونکو راتلونکو الوتکو پر مخ وتړله. له دې امله سلګونه خلک دواړو لورو ته بند پاتې شول او د الوتکو د ټکټونو بیه دوه برابره لوړه شوه. د ملکي هوایي چلند ملي اداره وایي، چې ډېر ژر به دغه پروازونه بېرته پیل شي او د خلکو ستونزې به حل کړل شي. دمګړی هند ته تلونکې الوتکې د ایران له خاورې تېرېږي چې تر څنګ یې ګڼو شرکتونو خپل پروازونه درولي هم دي.



































