ښايي د اوبو په ډېرېدو سره په هېواد کې د نشه يي توکو په کښت کې بیا ډېروالی راشي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي، روان کال د تېر کال په پرتله د نشه يي توکو په تولید او کښت کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی و. ددغه وزارت د چارواکو په وینا دا یو طبعي کموالی و، چې د اوبو د کمښت له امله رامنځ ته شوی، خو که اوبه ډېرې شي ښایي د نشه يي توکو په کښت کې ډېروالی راشي. د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د سروې ریاست رییس نجیب الله احمدي وایي، دوی هڅه کوي چې دغه طبعي کموالی یا پر خپل حال وساتي او یا تر دې هم د نشه يي توکو په کښت کې کموالی رامنځ ته کړي. دده په خبره دوی د نشه يي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې لپاره پلانونه طرحه کړي دي چې راتلونکی کال به یې عملي کړي. احمدي زیاته کړې چې له کورنیو چارو وزارت سره په یو ځای کېدو به دغه پلانونه لا ښه عملي کړی شي.



































