د میدان وردګو ولایت والي مظفر الدین یمین وايي، په سیداباد ولسوالۍ کې وروستي هوايي عملیات له دوی سره له همغږۍ پرته تر سره شوي دي. یمین رسنیو ته ویلي چې په دې عملیاتو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. نوموړی وايي، چې په داسې عملیاتو کې د دقت لپاره اړینه ده چې له ولایتي چارواکو سره خبرې وشي. د سیمې اوسېدونکي وايي، چې په دې عملیاتو کې اووه تنه ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي. د میدان وردګو د امنیې قوماندانۍ ویاند حکمت دراني هم ملکي وګړو ته اوښتې مرګ ژوبله تاييد کړې ده.




































