د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د هېواد له طبعي سرچینو د ګټې اخیستنې لپاره نوې تګلاره تايید شوې او په عملي کېدو سره به یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، چې ، دغه تګلاره د اقتصاد عالي شورا له لوري تایید شوې او پر بنسټ به یې له ساختماني موادو د ګټې اخیستنې په برخه کې قرادادونه له شرکتونو سره لاسلیک کېږي. مطفي وايي، چې دا مهال په ۱۹ ولایتونو کې ۱۴۷ د ساختماني موادو ساحې مشخصې شوې دي. د مطفي وینا، په دې برخه کې تګلاره تایید شوې او ډېر ژر به له شرکتونو سره د قراردادونو د لاسلیک مرحله پیل شي.