د افغانستان د اوسپنې وېلي کولو ټولنې غړي وايي، په سکتوري وزارتونو کې داسې کړۍ شته، چې غواړي په هېواد کې د اوسپنې د وېلي کیدو صنعت له منځه یوسي. د افغانستان د اوسپنې وېلي کیدو پر سکتور۴۵۰ میلیون ډالر پانګونه شوې او ۱۲ زره هېوادوال په کې په کار بوخت دي. د اوسپنې وېلي کیدو سکتور مسوولین وايي، د ولسمشر د فرمان له مخې باید په ساختماني برخه کې له کورنیو تولیداتو استفاده وشي، خو سره له دې بیا هم په ساختماني پروژو کې له ایراني ساختماني توکو ګټه اخیستل کیږي. دوی له حکومته د تعرفې د لوړولو، د داغمه اوسپنې د قاچاق د مخنیوي او د ولسمشر د هغه فرمان پلي کیدل غواړي، چې د دغه صنعت د پیاوړتیا په اړه ورکړ شوی دی. د اوسپنې وېلي کیدو د فابریکو ټولنې رییس پرویز خواجه زاده وایي، د نظام په داخل او بهر کې یو شمېر کړۍ شته، چې د اوسپنې وېلي کیدو د فابریکو سکتور ته ستونزې رامنځته کوي او هڅه کوي دا صنعت له منځه یوسي.