د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه کې د الویرا طبي بوټي کرکیله پیل شوه.
د دغه ولایت د کرنې رییس زلمي الکو پرون ازادي راډيو ته ویلي، چې د الویرا بوټي ارزښت ته په کتو غواړي، په دغه ولایت کې د الویرا کرکیله ترویج کړي، ځکه له یوې خوا د کوکنارو ښه بدیل دی او له بلې خوا د بزګرانو په اقتصادي وده کې هم رغنده رول لري.
الویرا طبي بوټی دی چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د وېښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کېږي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي چې د نباتي افتونو او ناروغیو مخه په میخانیکي ډول ونیسي، چې هم روغتیايي او اقتصادي ګټې لري او هم چاپېریال ته زیان نه رسوي.