ایرو ایشیا په یوه مقاله کې لیکي، د افغانستان جغرافیايي موقعیت د چین د راتلونکو انکشافي پروګرامونو لپاره خورا مهم دی، نو له همدې امله ددغه دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې ټولې سیمې ته مادي او معنوي ګټې رسولی شي. په مطلب کې راځي، چین په ټوله سیمه کې د پراختیا او ودې پروګرامونه لري نو او غواړي په سیمه کې د سوداګرۍ د پراختیا له لارې مثبت تحولات رامنځ ته کړي. د سرچینې په خبره نو له همدې امله افغانستان ته په کار ده، چې له چین سره د پروژو په پلي کولو او همکاریو په ډېرولو کې هڅه وکړي. ایرو ایشیا لیکي که چین په افغانستان کې په سوداګریزه، اقتصادي او ترانزیتي برخه کې پانګونه وکړي نو په دغه هېواد کې به امنیت ښه شي، چې ورسره سم به په ټوله سیمه کې د سوداګریزې ودې لپاره زمینه برابره کړل شي.