مشهورې لیکوالې او خبريالې بېټي ډم په خپل یوه نوي کتاب کې چې (د ملا عمر محرم ژوند) نوميږي ليکلي دي چې امریکايي استخباراتو د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر په پاکستان او نورو سیمو کې پلټلو خو هغه د دوی تر پوزه لاندې ژوند کاوه. په کتاب کې د ملا عمر له پخوانیو ساتونکو سره هم مرکه شوې ده او دوی ویلي، چې ملا عمر د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته پوره څلور کاله په زابل کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته څېرمه ژوند کاوه. ددغه ساتونکي په وینا د ملا عمر د کور او نظامي اډې ترمنځ یو ساعت پیاده مزل و، خو څو څو ځله دغه کور د بهرنیو ځواکونو له لوري تلاشي هم شو. بېټي ډم لیکلي، چې ملا عمر په دې ښکلي کور کې یوازې له څو کسه ساتونکو سره ژوند کاوه، خو امریکايي ځواکونه بریالي نه شول چې هغه ونیسي. ډم وايي، امریکايي پوځیان به امکانات لري، خو د معلوماتو له اړخه دوی خورا کمزوري ثابت شوي دي.
بيټي ډم مخکې د کرزي په اړه (يو سړی او يو موټرسايکل )کتاب هم ليکلی وو چې نړۍ کې ډير مشهور شو.
د يادونې وړ ده چې اکسوس کتاب پلورنځی به نيږدې راتلونکې کې دغه کتاب په پښتو او انګليسي ژبو تر مينوالو ورسوي.



































