د افغانستان د پوهنتونو داستادانو اتحادیه وایي، دوی له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې د ملکي لوړو زده کړو د قانون ۳۵ ماده تطبیق کړي. ددوی په خبره له میاشتو او کلونو راهیسې د کادري غړو د امتیازاتو لپاره له قانوني لارو اړوندو ادارو ته تللي دي خو تل ژمنې ورسره شوې او عملي شوې نه دي. د استادانو اتحادیه وایي، سره له دې چې دا پرېکړه ورته سخته ده، خو دوی د حکومتي مسوولینو له لوري اړ شوي چې په اعتصاب لاس پورې کړي. د افغانستان د پوهنتونونو استادان له کلونو راهیسې د خپلو قانوني امتیازاتو د اخیستو لپاره له حکومت سره په بحثونو لګیا دي، خو ان تر ولسمشره پورې ټولو ورسره د قانون د عملي کولو ژمنه کړې خو تر دې دمه عملي شوی نه دی. د پوهنتونونو استادان وايي، تر هغه چې ددوی غږ وا نه ورېدل شي، دوی به په ټول افغانستان کې خپل درسي اعتصاب ته ادامه ورکوي.



































