پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې په ننګرهار، لغمان او میدان وردګو ولایتونو کې وروستي هوایي او ځمکني بریدونه په کلکه غندلي دي. دده په وینا ړانده هوایي بریدونه او د ملکي وګړو وژل د سولې روانې هڅې زیانمنوي او اړتیا ده، چې دغه لړۍ ودرول شي. د حامد کرزي په خبره حکومتي ځواکونه او بهرني هوایي قوتونه دې دې ته پام وکړي چې د افغانستان خلک او د سولې روانې خبرې په حساس موقعیت کې دي او باید زیانمنې نه شي. هغه د ملکي وګړو وژل ستر بشري او نه بښل کېدونکی جنایت بللی دی او د پېښو د څېړنو غوښتنه یې کړې ده.




































