پاکستان وایي له امریکا سره يې اړیکې ښې شوې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي، د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې د شاملېدو له امله د پاکستان او امریکا اړیکې ترینګلې شوې وې، خو اوس دا چې د طالبانو او امریکا مخامخ مذاکرات روان دي نو د اسلام اباد- واشنګټن اړیکې هم ښې شوې دي. دده په خبره پاکستان په مذاکراتو کې همکاري کوي او هیله لري چې د دوحې مذاکرات مثبته پایله ولري. دده په خبره د افغانستان امنیت او سوله د پاکستان په ګټه دي، ځکه په دې توګه د پاکستان سوداګري پراختیا کوي او ددغه هېواد اقتصاد غوړېږي. قریشي وايي دوی د مذاکراتو او خبرو په برخه کې هېڅ راز همکاري نه سپموي. پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان چارواکي لا هم د پاکستان په صداقت شک لري او وایي چې دغه هېواد د سولې په خبرو کې خپلې ګټې پالي.





























